د بدخشان د کانونو او صنایعو خونې په دغه ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو نندارتون جوړکړی دی. د کانونو او صنایعو خونې مسوولين وايي، چې د دغه نندارتون له جوړولو يې موخه د بدخشان لسګونه ډوله قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو ته بازار موندنه ده. ددغه خونې مشر وایي، د دې غونډې د جوړېدو موخه د خصوصي سکټور د جوړښت او د سوداګرو او دولت ترمنځ د همغږۍ ده، څو دلته د قیمتي ډبرو د پلور لپاره یو مرکز جوړ شي. په همدې حال ددغه نندارتون یو شمېر ګډونوال وايي، چې د لاسي صنایعو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لپاره ددغه ډول نندارتونونو جوړول خورا ګټور دي. د بدخشان د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، په دې نندارتون کې د زیوارتو او لاجوردو په ګډون ، غالۍ، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې هم نندارې ته ايښودل شوې دي.



































