په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل په پاکستان کې له ټولو افغان جنرل قونسلانو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته په ژر فرصت کې رسېدنه وکړي. د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوي سفير عاطف مشعل په خپل دفتر کې د پاکستان په کراچۍ، پېښور او کوېټې ښارونو کې له مېشتو افغان جنرل قونسلانو سره وليدل. سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې چې د سفارت يو شمېر ډيپلوماتانو په کې ګډون درلود، د نوي سفير له خوا د قونسلګریو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ سپارښتنه وشوه. مشعل جنرال قونسلانو ته ويلي چې افغان او پاکستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې او د سوداګرۍ ودې ته وهڅوي او په دې برخه کې ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي. دغه راز نوموړي په ورته وخت کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو ګټو او احترام پر اساس د اړيکو پر لا پياوړي کولو ټينګار کړى دى. افغان سفير له جنرال قونسلانو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي او پر وخت رسېدنه وکړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.