د غزني ځايي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په مرکز، واغظ او اندړو ولسوالیو کې پنځه ټولګټې پروژې چې استنادي دېوالونه او سر بندونه پکې شامل دي، د ملګرو ملتونو پراختایي ادارې په مالي لګښت پیل شوې او په اووه میاشتې کې به یې چارې پای ته ورسیږي. د دوی په خبره، چې په دې سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د غزني اوسېدونکي ددې پروژو له پیلېدو څخه هرکلی کوي او وايي، چې لا ډېرې رغنیزې پروژې دې په دې ولایت کې پیل شي.



































