د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې تېره اونۍ یې د هند د ملي امنیت سلاکار په بلنه نوي ډهلي ته سفر کړی و، له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو څلور ام ای ۲۵ هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي. هند تر دې وړاندې هم درې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکړې وې. دغه هېواد داسې مهال افغانستان ته څلور نورې هلیکوپټرې ورکوي چې په روان کال کې د افغان هوايي ځواک اته هلیکوپټرې لوېدلي، چې افغان پوځي چارواکو یې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزې بللې دي. هند د تېرو څو کلونو راپدېخوا له افغانستان سره په پوځي برخو کې د همکاریو ترڅنګ په بیارغنیزو او اقتصادي برخو کې همکارۍ کړي دي.