د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وایي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د کېنولو په موخه باید پر پاکستان فشارونه ډېر کړل شي. یاد کمیسیون پاکستان د افغان سولې په مسئله کې په دوه مخې لوبه تورنوي او وایي، له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د کېنولو په موخه باید پر دې هېواد فشارونه ډېر کړل شي. د یاد کمیسیون په وینا امریکا او د سیمې یو شمېر نور هېوادونو لکه پاکستان، روسیې او ایران له طالبانو سره د بېلابېلو غونډو په جوړولو دوی ډېر ستر کړل، نو ځکه اوس هغوی له افغان حکومت سره خبور ته نه کېني. دا کمیسیون زیاتوي مخکې طالبان حاضر وو چې ان د حکومت له ډېرو عادي کسانو سره هم د سولې خبرو ته کېني خو له جوړو شویو غونډو وروسته هغوی افغان حکومت لاسپوڅی بولي او ورسره له خبرو ډډه کوي. د کمیسیون په خبره ګاونډیان باید طالبانو سره د غونډو پر ځای دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له وړاندیزونو سره سره طالبان وایي څو پورې چې دوی امریکا سره خبره یو طرفه نه کړي له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني.