د سعودي حکومت یو نوی قانون جوړ کړی او محکمو ته یې امر کړی دی چې د یوه لنډ تایید پیغام استولو له لارې ښځې د هغوی د طلاق د حکم په اړه خبرې کړي. په پام کې ده چې دا قانون په دې هېواد کې د غیابي او پټ طلاق پرسر بحث ته د پای ټکی کېږدي. تمه ده نن محکمه د طلاق په اړه د یوه لنډ ټیلیفوني پیغام په استولو سره خپله پرېکړه زوجینو ته واوروي. دا قانون ښځو ته د هغوی د مهر او نفقې په څېر د حقونو ورکولو کې مرسته کوي او په سعودي عربستان کې وکیلانې وايي ددې قانون په پلي کېدو سره به هغې پدیدې ته د پای ټکی کېږدي چې سړو به د ښځو له اجازې پرته طلاق ورکاوه. د سعودي نوي ولیعهد محمد بن سلمان تېر کال هم د ځینو قوانینو په تصویبولو سره ښځو ته ټولنیزه ازادي ورکړه، چې د موټر چلولو او د ښځو قضاء هم پکې راځي.