اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په هېواد کې د پولیو ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده. د اجراییه رییس پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې عبدالله نن په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر او اړوندو ادارو سره فوق العاده ناسته کړې ده. د سرچینې په وینا، عبدالله د روغتیا په برخه کې د نړیوالو بنسټونو له مرستو مننه کړې او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده. عبدالله په هېواد کې د پولیو ناروغۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې لا هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د میندو او کوچنیو ماشومانو مړینه یوه جدي ستونزه ده او ډېر کار ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیت روس ادهانوم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د خپل سازمان مرستې لا پراخې او هڅه به وکړي چې په اړونده برخو کې خلکو ته لازم او اړین امکانات ورسوي.