د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په رای پاڼو کې د لاسوهنې، د ولسي جرګې له۵۰ څخه د ډېرو نوماندانو په رایو کې د درغلیو او د رایو د ۶ صندوقونو د ورکیدو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. په هرات کې د ټانکیزو شکایتونو کمیسیون مشره فرشته محب وایي، چې دې کسانو د یو شمېر نوماندانو په ګټه هم درغلۍ کړي دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوې بلې سرچینې ویلي، چې د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییس په ګډون د دغه کمیسیون دوه نور مهم غړي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راپدیخوا معترضو نوماندانو د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دروازې مخې ته تحصن کړی دی. د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.