په وروستیو دوو ورځو کې د واوري د سخت ورښت له امله د بدخشان د ۱۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکز سره تړل شوې دي. د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالله دهقان وویل، د سختې واورې اورېدنې له امله د شغنان، اشکاشم، زیباک، ارغنجخواه، راغستان، کوهستان، کوفاب، شکي، مایمي، نسي او خواهان ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي. هغه زیاته کړه، همدا اوس د شهر بررګ ولسوالۍ د لارې د خلاصېدو هڅې روانې دي او د ټولګټو ریاست د نورو ولسوالیو د مواصلاتي لارو د خلاصېدو لپاره هم اقدامات کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د زیاتې واورې اورېدنې له امله هر کال د بدخشان د ډېریو ولسوالیو مواصلاتي لارې له مرکز سره تړل کېږي او د مسافرو لپاره ستونزې رامنځته کوي.