د کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی محمد نبي د تلاسیمیا ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په یوې غونډه کې وویل، له ژمنې سره سم غواړي چې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه یو روغتون جوړ کړي او په وینا یې په دې روغتون کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې لپاره یوه څانګه هم په پام کې نیول شوې ده. دغه راز په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس د یادې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل دغه وزارت په پام کې لري چې د دې ناروغۍ د لمنځه وړلو په موخه په مرکز او لایتونو کې د تشخیص او درملنې مرکزونه جوړ کړي.



































