ټاکل شوې، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅو د کابل د حضوري چمن په نړیوال نندارتون کې د هېواد د تولیداتو او محصولاتو اووه ورځنی نندارتون جوړ شي. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې د دې نندارتون موخه د هېوادنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره بازار موندنه، د سوداګرو تر منځ د اړیکو رامنځته کول او د هېوادنیو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره د خلکو هڅول دي. په دې نندارتون کې د لاسي صنایعو، طبي تجهیزاتو او درملو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو کاني، صنعتي، کرنیز، ودانیز محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کیږي.



































