په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور دوام دلته جنګي جنایتونه نور هم ډېروي. اوپېډ نیوز په نامه امریکايي رسنۍ وايي ټاکل شوې چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به سي ای اې او ددغه ادارې روزل شوي کسان په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي. د سرچینې په وینا امریکایي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او ددوی د حضور له دوام سره به ددغه جنایتونو کچه لوړه شي. دغه رسنۍ پخپل مطلب کې لیکي، د امریکا او سي ای اې ناروا او ظالمانه کړنو خلک دې ته اړ کړي چې د طالبانو له لیکو سره یو ځای شي. په مطلب کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مشرې فاټو بنسوډا له خولې لیکل شوي چې په درې میاشتو کې یې د امریکا د جنګي جنایتونو په اړه ۱،۳ میلیونه شکایتونه ترلاسه کړې دي. د نوموړې په وینا ددغه شکایتونو او جنګي جنایتونو کچه لوړه ده او څومره چې د امریکايي ځواکونو او د سي ای اې په ملاتړ د شته وسله والو فعالیت غځول کېږي دومره به دغه جنګي جنایتونه ډېر شي. دغه رسنۍ پر امریکا غږ کړی چې د خپلو ځواکونو د خپلسریو او جنګي جنایتونو مخه ونیسي او د ایستلو لپاره یې پلان جوړ کړي.