پاکستان او متحده عربي اماراتو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به همکارۍ ډېروي. د پاکستان لومړي وزیر اسلام اباد ته د اماراتي پلاوي د سفر پر مهال ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته ژمن دی. د عمران خان په خبره پاکستان په دې برخه کې تر خپلې وسې هڅه کړې ده او غواړي په سیمه کې روانه جګړه ختمه شي. د متحده عربي اماراتو چارواکو هم له پاکستان غوښتي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو او سولې راوستلو کې خپله همکاري وکړي. دواړو لورو په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ټول ډولونه غندلي او پر وړاندې یې پر مبارزه ټینګار کړی دی. یادو هېوادونو همدا راز د نظامي همکاریو او له پاکستان سره د مالي مرستو په اړه هم خبرې کړې دي.