په کونړ کې چارواکي وايي د داعش وسله والې ډلې له کبله شاوخوا۲۷۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه دی شوی. د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپي ویلي، چې دغه ماشومان له تېرو څو میاشتو راهیسې له واکسین محروم پاتې دي. دده په خبره ۲۷ زرو ماشومانو ته د داعش د مزاحمتونو او ۳ زره ماشومانو ته د طالبانو د مزاحمتونو له امله واکسین نه دي شوي. نوموړی وايي د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله ده چې له حکومتي ولکې په وتلو سیمو کې د واکسین پر وړاندې مخالفت کوي. د کونړ ولایت ځايي اوسېدونکي وايي چې مخالف وسله وال دې د کوچنیانو ژوند په خطر کې نه اچوي او باید واکسیناتوران پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورسوي. تېر ميلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کونړ په ولایت کې دي. په کونړ کې چارواکي وایي هر کال باید لږ تر لږه ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وشي.