د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، له سوریې د امریکایي پوځیان ایستل په ځینو ځانګړو شرایطو پورې اړه لري. ډونالډ ټرمپ تېره ډسمبر په ناڅاپي توګه له سوریې د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی و، خو اوس داسې ښکاري چې دا بهیر به ټکنی شي. اسرائيلو او ترکیې ته د خپل سفر پر مهال بولټن وویل، له ترکیې یې تظمین غوښتی چې د سوریې په شمال کې به کردان خوندي وي او ترکیه به یې پرضد ځواک نه کاروي. نوموړي خبریالانو ته وویل، له سوریې د امریکایي ځواکونو دایستلو لپاره کوم مهالوېش نشته، خو دا په دې معنی هم نه ده چې امریکا به د اوږدې مودې لپاره هلته پاتې کېږي. بولټن زیاته کړه، امریکا غواړي په دې اړه هم ډاډه شي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پاتې جنګیالیو په بشپړه توګه ماته خوړلې. دده په خبره ددې ډاډ له ترلاسه کولو وروسته به دوی د خپلو ځواکونو پر ایستلو پیل وکړي.