طالب سرچینو بهرنیو رسنیو ته ویلي، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر طالبانو فشار راوړلو څو د جدې په غونډه کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. د سرچینو په وینا له همدې امله طالب استازو پرېکړه کړې چې د جدې په غونډه کې به ګډون نه کوي. طالب سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د جدې پر ځای به په پلازمینه دوحه کې له امریکا سره د سولې خبرې مخ ته یوسي. د طالب سرچینو په وینا ښايي افغان حکومت هم په دې غونډه کې ګډون وکړي خو طالبان به ورسره مستقیمې خبرې نه کوي او حکومتي استازي به یوازې د غونډې ګډونوال وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د جدې غونډه یې لغوه کړې ده، خو د قطر د غونډې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. دده په خبره په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.