د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په هند کې له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. دده په وینا د سولې په تړاو په غونډو، کنفرانسونو او مذاکراتو کې د افغانانو له ګډون پرته د سولې خبرې پایلې ته نه رسېږي او سوله نه شي راتللی. نوموړي همدا راز د قطر دفتر په اړه ویلي، چې طالبان ټول په یوه خوله نه دي او د قطر دفتر هم د ټولو اړخونو استازولي نه شي کولی. حمد الله محب همدا راز له هېواد د امریکایي ځواکونو د وتلو خبر یوازې ګنګوسه بللې ده او په وینا یې که دغه ځواکونه وځي هم نو افغان حکومت د وضعیت د کابو کولو لپاره تیاری لري. محب هند په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری بللی دی او په خبره یې چې د اړتیا پر وخت به پر هند غږ وکړي او له دغه هېواد سره به خپلې اړیکې لا ژورې او ښې کړي.