برېښنا شرکت وايي، چې د تېر حکومت یو شمېر کارکوونکي که د برېښنا پورونه ورنکړي کورونه به یې داوطلبۍ ته وسپاري. د برېښنا شرکت رییس وايي په دې اړه د سرپرست حکومت د رهبرۍ سره خبرې روانې دي. برېښنا شرکت وایي، هغه کسان چې اوسمهال د برېښنا د لګښت پورونه پرې پاتې دي نومونه به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک شي. برېښنا شرکت دغه راز د وارداتي برېښنا د بدیل یوازینۍ لار د اوبو د بندونو په برخه کې پانګونه بولي. دغه شرکت په راتلونکي کال کې د عوایدو ډېروالي ته خوښي څرګندوي. دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه د برېښنا د تولید ترڅنګ افغانستان خپله د اړتیا وړ ۴۴۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.



































