د مجرمینو د لېست تر خپرولو وروسته ۷ کسه د خلکو په همکارۍ نیول شوي دي. تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ګڼو جرمونو په ترسره کولو د یو شمېر تورنو کسانو لېست خپور کړ. په دغه لېست کې لسګونه هغه کسان شامل دي چې په کابل ښار کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي خو تر دې دمه د پولیسو له لوري نیول شوي نه دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، ددوی بریالي شوي چې د خلکو په همکارۍ اووه کسه مجرمین ونیسي. د رحیمې په وینا کورنیو چارو وزارت غواړي په کابل ښار کې امنیت تامین کړي نو له همدې امله یې د لسګونه مجرمینو د نیولو لپاره ددوی نوملړ خپور کړی دی. کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د مجرمینو په نیولو کې همکاري ورسره وکړي.