د راپورونو له مخې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان پوځیانو پر پوستو بریدونو کړي دي. په دې پېښه کې لس سیمه ییز پولیس او درې افغان پوځيان وژل شوي دي. په دې نښته کې پنځلس طالبان هم وژل شوي. وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. بادغیس د هېواد په لودیځ کې پروت ولایت دی چې تر ډېره د نا امنه ولایتونو په قطار کې راځي. له دغه ولایت وخت ناوخت د ورته نښتو راپورونه راځي.