د افغانستان برېښنا ریاست وایي چې نن سهار یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د جګړې له امله د کابل برېښنا مزي پرې شوي دي. له یاد ریاست نه د خپرو شویو معلوماتو له مخې نن سهار د پلخمري او دوشې ولسوالیو ترمنځ سیمه کې کابل ته تلونکې برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده. برېښنا ریاست وایي چې له همدې امله به د مزو تر بیا نښلول کېدو پورې په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردک، غزني او لوګر ولایتونو کې پرچاوي وي.