د سولې شورا وایي، مهمه نه ده چې د سولې خبرې چېرته ترسره کېږي او د چا په منځګړتوب، خو دا ورته مهمه ده چې دا خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي. د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، هیڅ شخص، بنسټ او هیڅ هېواد نه شي کولی چې د افغان سولې پرېکړه وکړي. هغه ویلي دوی د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو طالبانو سره د افغان حکومت له مخامخ خبرو پرته به ناستې او غونډې هغه که په هر هېواد کې وي، کومه پایله ور نه کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر رسنیو د رویټرز اژانس په حواله خبر ورکړی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي نو ځکه یې د جدې غونډه لغوه کړې ده. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پرون په یوه مرکه کې ویلي وو چې دوی د افغان جګړې ختمولو په موخه له امریکا سره په اړیکه کې دي.