ټاکل شوې ده د طالبانو سیاسي استازي د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره وګوري. بي بي سي د طالبانو د یوې سرچینې په حواله ویلي، په دې غونډه کې یوازې دوی او امریکایي چارواکي ګډون لري او بل کوم هېواد یا لوری پکې نشته دی. سرچینې زیاته کړې چې د قطر په غونډه کې هغه بحثونه تعقیبیږي چې له دې وړاندې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ په اماراتو او قطر کې مطرح شوي وو. د ابوظبۍ غونډه کې چې درې اونۍ وړاندې وشوه طالب او امریکایي استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د بندیانو په خوشي کېدو او له تورلېسته د طالبانو پر اېستلو خبرې کړې وې. په هغه غونډه کې د سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان استازي هم حاضر وو، خو طالبانو د افغان حکومت له پلاوي سره له لیدلو ډډه کړې وه. د یادونې ده، د سولې شورا هم پرون تمه ښودلې وه چې طالبانو سره راتلونکې غونډه به د افغان حکومت په ګډون جوړه شي.