د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې وزارت علمي مرستیال د روسیې د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال او د تاتارستان له لوړو زدهکړو وزیر سره په لېدنه کې د هوکړهلیکونو د لاسلیکولو، تحصیلي بورسونو او ګډو عملي سیمنارونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. د لوړو زدهکړو وزارت پر ټویټر لیکلي شوي، چې د روسیې د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال، د لوړو زدهکړو په برخه کې د ګډو همکاریو اهمیت ته په اشارې ژمنه کړې چې روسیه به په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال چې د روسیې اسلامي نړۍ په غونډه کې د ګډون په موخه تاتارستان ته تللی او همداراز هلته یې د”کازان مجلس” په نوم ناسته کې یې هم د افغانستان د لوړو زده کړو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.





























