د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د کرنې آمر وايي، چې د دې ولایت په نهر شاهي، چمتال، بلخ، شولګرې او دهداي ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي، چې په کلني ډول یوازې د دهداي ولسوالۍ ۱۴ ټنه د ځمکنیو توتانو حاصلات بازار ته وړاندې کوي. د دې ولایت کروندګر وايي، د تیرو کلونو په پرتله سږ کال ځمکني توتان ښه بیه لري او حاصل کې یې هم زیاتوالی راغلی دی. دوی وايي که چیرې حکومت او کرنې ریاست ورسره مرسته وکړي نو په حاصلاتو کې به یې نور هم زیاتوالی راشي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ځمکنیو توتانو کرل د بلخ تر څنګ د هېواد په نورو ولایتو کې هم ډېر شوي.



































