شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

عرب ليګ ته د سوريې له بېرته راتګ څخه د منځني ختيځ په هکله د امريکا د تګلارې ناکامي څرګنديږي

مې 21, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د عرب ليګ ۳۲مه سرمشريزه د مې په ۱۹مه نېټه د سعودي عربستان په جده ښار کې پای ته ورسېده.

د عرب لیګ له یادې غونډې وروسته خپره شوې  اعلامیې کې راغلي چې عربي هېوادونه خپل ليګ ته د سوريې د بېرته راتګ هر کلی کوي او هيله لري چې د دې ليګ دغه پرېکړه د سوريې د حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو او د دې هېواد په دننه کې د ثبات د اعاده کېدو لپاره ګټوره تمامه شي.

سوري مشرانو د عرب ليګ د یادې پرېکړې هرکلی وکړ او ويې ويل چې دغه ليګ ته د سوريې بېرته راتګ به د دغه هېواد پر حالاتو مثبته اغيزه وکړي.

په عين وخت کې امريکا لاهم په پر له پسې توګه د خپلو ملګرو هېوادونو او سوريې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له اعاده کېدو او د عرب ليګ له خوا د سوريې له بيا منل کېدو سره مخالفت کړی دی. په دې اړه د قطر کارپوهان په دې اند دي چې عرب ليګ ته د سوريې له بېرته ورتګ څخه ښکاري چې د منځني ختيځ په هکله د امريکا تګلاره ناکامه شوې او د دې سيمې هېوادونه د منځني ختيځ مسئلې د حل لپاره د امريکا له لارو چارو څخه ناراضه دي.

د قطر پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسور کارديباټ ويلي چې په عرب ليګ کې د سوريې د بېا شاملېدو په شمول د منځني ختيځ د هېوادونو د روغې جوړې څپه  د دې ښکارندویي کوي چې د سيمې زیات هېوادونه د خپلمنځي يووالي، خپلواکۍ، ګډ پرمختګ او همکارۍ هیله لري.  ډېر هېوادونه په تېرو څو کلونو کې له جګړې ستړي شوي او غواړي چې د يووالي او همکارۍ له لارې خپل اقتصاد جوړ کړي.

هغه زياته کړې، عربي هېوادونه پوه شوي چې دوی له دوو انتخابونو سره مخ دي چې يو یې سياسي ناندريو ته ادامه ور کول دي، چې دا د هېڅ هېواد په ګټه نه ده، بل يې د خپلو تګلارو تنظيمول دي چې له مخې يې سوريه بیا په عرب ليګ کې شامل شي او عربي هېوادونه له ننګونو سره ګډه مقابله وکړي. زما په اند ټول عربي هېوادونه له دغه نظر سره موافق دي چې همکارۍ د اختلافونو په پرتله ښې دي.

نوموړي وويل چې د منځني ختيځ هېوادونو د روغې جوړې له څپې څخه په دې سيمه کې د امريکا د اغيزې کموالی ښکاري. د امريکا ځيني پخواني ملګري هېوادونه سوکه سوکه پر دې پوه شوي چې د دې سيمې په اړه د امریکا تګلارې د سيمې هېوادونو ته حقیقي ګټې نه دي رسولې. ګڼو هېوادونو په پر له پسې توګه د خپلې ډيپلوماتيکې ستراتيژۍ خپلواکي زیاته کړې او غواړي چې د منځني ختیځ په اړه د امريکا د تګلارې له اغيزو څخه ځان خلاص کړي.

هغه زياته کړې: زما په اند په منځني ختیځ کې د امريکا تګلاره ناکاميږي او له دې سرمشريزې څخه ښکاري چې عربي هېوادونو خپله ډيپلوماټيکه تګلاره بدله کړې.

دغه راز عرب ليګ یوځل بيا د خپل غړي په توګه سوريه منلې  او دغې پرېکړې يې په منځني ختيځ کې د امريکا د متحدينو ملاتړ هم تر لاسه کړې دی. له دې څخه ښکاري چې د امريکا او عربي هېوادونو ترمنځ د نظريو توپيرونه ډېر شوي دي. ګڼو عربي هېوادونو د منځني ختیځ په اړه د امريکا تګلاره او د دې سيمې مسئلې د حل په اړه د امريکا پر رويې ناخوښي ښودلې ده.

کارډيباټ هم د منځني ختيځ هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د لرې کولو او د دايمي سولې د رامنځته کولو لپاره د چين لايحه او وړانديز ستایلی دی.

د ده په اند، د سيمې د هېوادونو د روغې جوړې بهير ښايي په راتلونکې کې له ننګونو سره مخ شي او د لرې کولو لپاره به يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا ولري او چين په دې برخه کې لا مثبت رول لوبولی شي. هغه وويل چې چين په منځني ختيځ کې د دوو لويو هېوادونو يعنې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د تاريخي روغې جوړې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي .د نړيوال امنيت او د نړيوال پرمختګ په هکله د چين وړاندیزونه د عربي هېوادونو په منځ کې د هرکلی وړ ګرځېدلی دی. د منځني ختيځو هېوادونو د روغې جوړې بهير د مهم ځواک ملاتړ ته اړتيا لري، تر څو د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د اړیکو منځګړی کړي، خپلمنځي همکاريو ته وده ورکړي او له اختلافونو پرته د سیمه ييزو هېوادونو د نورو لا ښو انتخابونو د لټولو لپاره ور سره مرسته وکړي. نو ځکه زما په اند چين به په دې برخه کې ښه رول ولوبوي.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In