د سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې په فراه ولایت کې یې د بې کیفیه تېلو هغه ۱۱ ټانکره تېل بېرته ایران ته مسترد کړي، چې هېواد ته د ۷۸ میل بندر له لارې رادننه شوي وو. په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.



































