په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د ریاست الوزرا له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې پاکستاني چارواکو تل له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او له دغه هېواد سره د بشرپاله مرستو د زیاتوالي په هکله خپل مثبت لیدلوری شریک کړی دی. نوموړي ویلي، چې د دواړو لورو د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي. د ارګ ټوېټر پاڼه د دغې لیدنې په هکله په یو لړ ټویټونو کې د ریاست الوزرا د سرپرست له خولې لیکلي چې افغانستان له ټولو ګاونډیو سره له نېک نیت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د دې سربېره، د ریاست الوزرا سرپرست په دغې لیدنه کې زیاته کړې اړتیا ده چې کابل او اسلام اباد خپلې اړیکې په سیمهییز ټرانزیټ او نورو اقتصادي حوزو کې پراخې کړي.



































