د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي، چې په روان کال کې یې د ورېښمو شاوخوا ۳۶۰۰ صندوقه د وریښمو چینجي کروندګرو ته وېشلي، چې سږ کال یې پایلو ته ډېرې هیلې شته. دا مهال د ورېښمو د چینجیو د محصول یا وریښمو تار د را ټولولو وخت دی. سږ کال د ورېښمو د چينجيو څه باندې درې زره صندوقونه په زنده جان، انجيل، ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو کې بزګرانو ته وېشل شوي دي. د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د ترویج او مالدارۍ عمومي رییس وايي، چې ۸۰ په سلو کې د ورېښمو د چنجیو پالنه په زنده جان ولسوالۍ کې ترسره کیږي.



































