د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ښوونې، کرنې او یو شمیر نورو برخو کې په تېر یوه کال کې دوه سوه پروژې عملي شوې دي. د دوی په خبره، چې ددې پروژو په عملي کېدو سره خلکو ته ډيرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي ددې پروژو له عملي کېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ زیاتوي، چې په دې ولایت کې خلک لاهم له زیاتو ستونزو سره مخ دي او باید نورې رغنیزې پروژې هم عملي شي.



































