د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست د چاپېريال ساتنې د نړيوالې ورځې په مناسبت د پلاستيک له توليدوونکو څخه وغوښتل چې د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي په موخه خپل فعاليتونه په تدريجي ډول ودروي. په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د یادې ادارې سرپرست وويل، پاکې هوا او سالم چاپېريال د تامين لپاره بايد ټول کار وکړي. هغه زیاته کړه، اوبه، هوا، خاوره او اکسیجن د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لري د نوموړي په خبره، د بهرنيو ځواکونو له خوا د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارول پر چاپېريال ناوړه اغېز کړى دى. نوموړي له ځينې بنسټونو څخه وغوښتل چې د لویو پروژو په تطبیق کې د چاپیریال ساتنې مقررات په پام کې ونیسي. هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د چاپېريال ساتنې له مسئلې سره دې سياسي مسايل نه شريکوي او د افغانستان له ککړتيا سره د مبارزې په برخه کې دې همکاري وکړي.



































