د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د اټکل شویو شمېرو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۸٫۸ مېلیونه اړمن بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د روان زېږیز کال په لومړیو کې ۲۸٫۳ مېلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده. یاد دفتر په یوه خپور شوي راپور کې همداراز زیاته کړې، دوی او همکارې ادارې له جون میاشتې نه د روان زېږدیز کال تر پایه له ۲۰ مېلیونه اړمنو سره د مرستې لپاره ۲٫۲۶ مېلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.



































