د چین دفاع وزیر لي شانګفو ویلي چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته په دغه هېواد کې د ګډوډۍ د پای او ټیکاو ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د چین دفاع وزیر د سنګاپور په امنیتي ناسته کې د وینا پر مهال ویلي چې بېجنیګ تر اوسه له افغانستان سره نږدې پنځوس مېلیونه ډالره مرسته کړې ده. د چین دغه پوځي چارواکي زیاته کړې چې بېجینګ د نړۍ په کچه د افغانستان د مسئلې په تړاو د همغږۍ هڅې پېل کړي دي. بلخوا د سرپرست حکومت ویاند وایي په هېواد کې د سولې او ټیکاو په را وستو کې د چین له دریځه ملاتړ کوي. د چین ولسمشر شي جین پېنګ تر دې وړاندې د «چین او منځنۍ اسیا» په غونډه کې چې د دغه هېواد په شیان ښار کې جوړه شوې وه، ویلي دي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د همغږي کوونکي د رول په ترسره کولو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت او بیارغاونې ته ژمن دی.



































