د سرپرست حکومت ویاند ويلي چې تېره شپه په کندهار کې د سنو فارما فابريکه پرانيستل شوه. پر سنو فارما ۷۱ تجارانو او شرکتونو ۵۰ ميليونه ډالره پانګونه کړې چې په ۸۴ هېوادونو کې راجستر شوې او تر دېره به د هېوادوالو اړتيا پوره کړي. د دغه فابریکې مسوولین وايي په یو شفت، ۸ ساعتونو کې ۵۶ میلیونه ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او ۶۰ زره بوتله شربت جوړوي. پر ياده فابريکه ۵۰ ميليونه ډالره نوره پانګونه هم کېږي چې د درملو بيه به يې په ټول هېواد کې یو قیمت لري.



































