د زابل د کرنې ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او زیاتره کسانو پر خپلو ځمکو غنم کرلي دي. ددې ولایت بزګرانو ویلي، چې له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي او تمه ده، چې د غنمو د حاصلاتو له اخیستلو سره سم به هېواد کې د اوړو نرخونه د پام وړ راټیټ شي.



































