په فرا کې د نوري فایبر د پروې چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې. چارواکي وايي، چې دغه پروژه د افغان ټلیکام له لوري یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوې او د پنځه میاشتو په موده کې به یې چارې پای ته ورسیږي. د فراه ځايي چارواکي زیاتوي، چې ددې پروژې له پای ته رسېدو سره به د دولتي ادارو ترڅنګ خلکو د انټرنیټ په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.



































