د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په له یو شمېر متشبثینو او ملي سوداګرو سره په کتنه کې، په هېواد کې د انرژۍ په پروژو کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې کړې دي. په دې کتنه کې، ملي سوداګرو د انرژۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې او هېواد ته یې د خدمت کولو لپاره چمتووالی ښودلی.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وویل چې په هېواد کې د برېښنا پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکاري ته اړتیا لري. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، یادو سوداګرو ته د وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی او له هغوی څخه یې غوښتي، چې خپلې طرحې دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریکې کړي.



































