شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د هندوراس له ولسمشرې اريس شيومارا کاسترو سارمينټ سره خبرې وکړې

جون 13, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۲مې نيټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د هندوراس له ولسمشرې اريس شيومارا کاسترو سارمينټ سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شي جین پينګ لومړی چين ته د ولسمشرې کاسترو د راتګ هر کلی وکړ او د چين او هندوراس ترمنځ د اړيکو د پرمختګ د مهمو اغيزو مثبته ارزونه يې وکړه. هغه وويل: د روان کال په مارچ کې چين له هندوراس سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او تاسو د هندوراس لومړۍ ولسمشره يئ چې له چين څخه لیدنه کوئ. چين ته ستاسو په راتګ سره د دوه اړخيزو اړيکو نوی پړاو پيل شوی او دغه سفر هم ډېر اهميت لري. ستاسو د راتګ تود هر کلی کوم. ولسمشرې کاسترو په ټينګه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هغه ژمنه پوره کړې چې له چين سره به ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي، په ورته وخت کې يې تاريخي پرېکړه وکړه او په دې سره يې کلکه سياسي اراده ښودلې ده. ستا خاوند او د هندوراس پخواني ولسمشر سيلايا هم د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی دی. زه ستاسو دغه مثبت رول ستايم او تل به د يادو اړيکو د پرمخبيولو لپاره ستاسو خدمتونه ياد شي.

شي چين پينګ دې ته اشاره کړې چې د چين او هندوراس ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې دغو اړيکو چټک پرمختګ موندلی او خوځنده ځواک يې هم ښودلی دی .

ده وویل: باور لرو چې د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره به دوه اړخیزې اړيکې په ثابت ډول روانې شي او روښانه اينده به ولري. هغه زياته کړې چې د چين او هندوراس ترمنځ د سیاسي اړيکو ټينګښت به په اوږده موده کې دواړو خواوو ته ډېرې ګټې راوړي. چين به په ټينګۍ سره له هندوراس سره اړيکو ته پرمختګ ورکړي او د دې هېواد له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څخه به ملاتړ وکړي. دغه راز چين غواړي چې د متقابل درناوي، مساواتو، ګډو ګټو پربنسټ يو د بل ښه دوستان او همکاران پاتې شي چې ګډ پرمختګ به ومومي. ښاغلي شي جین پينګ وویل: زه غواړم چې له تا سره په ګډه د ستراتيژۍ له لحاظه په اوږده موده کې د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا پرمخبوزم او د خپلمنځي همکاریو هغه هيلې پر لاسته راوړنو بدلې کړم چې دواړه هېوادونه او خلک ترې برخمن شي.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې دواړه خواوې دې په سم لوري روان شي او په سياسي چارو کې دې متقابل باور لاټينګ کړي. د يوه چين پېژندلو اصل د چين او هندوراس ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو او دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لومړی مخکنی شرط او سياسي بنسټ دی. باور لرو چې هندوراس به په جدي توګه د دغه اصل مراعات کړي. په ورته وخت کې چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ، د پرمختګ هڅونې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د دې هېواد له هڅو څخه ملاتړ کوي او هم د دوی د هغې پرمختيايي لارې پلوي کوي چې له خپلو مشخصاتو سره يې سمون لري. چين د هندوراس په کورنيو چارو کې د هر ډول بهرني ځواک له لاسوهنې سره مخالفت کوي او غواړي چې د حکومتوالۍ د تجربو په هکله ور سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، ټولنيزې ادارې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې ور سره خپلې تجربې شريکې کړي. د دې ترڅنګ دواړه هېوادونه به د قانون جوړونکو ادارو، ګوندونو او سيمه ييزو حکومتونو ترمنځ هر اړخيزې تبادلې او همکارۍ وهڅوي. دواړه خواوې بايد ستراتيژيک پیوستون پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريز ميکانيزمونه دې جوړ کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز تر لارښوونې لاندې دې د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. چين به خپل بازار ته د هندوراس د توليداتو د داخلېدو لپاره هڅې وکړي او غواړي چې د ازادې سوداګرۍ د تړون په هکله له هندوراس سره خبرې اترې ژر پيل کړي. دواړه خواوې باید کلتوري تبادلې پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ بنسټ لا ټينګ شي. سربيره پردې چين غواړي چې له هندوراس سره څو اړخيزې همکارۍ ژورې کړي، د نړيوال نظام او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول دې وساتي، د پرمختيایي هېوادونو ترمنځ يووالی او همکاري دې پياوړې کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې او نړيوال عدالت دې وساتي. چين غواړي چې د هندوراس په شمول د لاتيني امريکا او کاربين له هېوادونو سره د چين او د لاتيني امريکا هېوادونو د ګډ اتحاد د فورم د جوړولو او د دواړو خواوو ترمنځ د عمومي همکارۍ د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In