د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پرته ناشونې ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. وانګ يي دا څرګندونې په بیجنګ کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې په دوه ورځیني سفر بیجنګ ته تللی دی، د خپل سفر په ترڅ کې یې د چین د بهرنیو چارو وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره د افغانستان – چین ترمنځ امنیتي همکاریو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د دواړو هېوادونو تر منځ پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې کړي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايلي چې له افغانستان سره د تل پاتې سولې او ثبات په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، پرته له دې چې افغان حکومت او طالبان سره مخامخ خبرې وکړي سوله او ثبات ناشونې ده.