په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې د موقتې ادارې د جوړېدو په تړاو د افغان سیاستوالو او با نفوذه څېرو له لوري غږونه پورته شوي، خو د حکومت اجرايیه رییس له دې غوښتنې سره مخالفت ښودلی. اجراییه رییس عبدالله وایي، چې که موقت حکومت جوړیږي، پخوانی ترکیب او اوسنی وضعیت فرق کوي او که لویه جرګه دایره شي، ښايي مسوولیت بیا هم دوی ته راجع کړي. د سیاسي چارو شنونکي وايي، د حکومت اوسني مسئولان غواړي د راتلونکي احتمالي یا سرپرست موقت حکومت د جوړېدو په صورت کې ددې حکومت مشري یا سرپرستي دوی ته ور وسپارل شي. شنونکي وایي، موقت حکومت له روان وضعیت او پر ملي یووالي حکومت د خلکو د بې باوریو په نتیجه کې جوړیږي نو د مشرۍ لپاره به یې خلک بې طرفه کسان وغواړي. د موقت حکومت د جوړېدو په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ځینې جهادي مشران وايي له اوسني وضعیت نه د وتلو لپاره دې موقت حکومت جوړ شي او مشري دې داسې بې طرفه کس ته ورکړل شي، چې ټولو ته د منلو وي.