پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار کوي. کرزی وایي، واشنګټن باید د سولې په روانه پروسه کې له پاکستان سره د افغانستان پر سر معامله ونکړي. پخوانی ولسمشر له امریکا غواړي، چې روسیې، چین، هند او د افغانستان نورو ګاونډیو ته هم د سولې پروسه کې د رول لوبولو موقع ورکړي، ځکه د دوی له همکارۍ پرته د افغانستان د سولې پروسه نشي بریالۍ کیدای. نوموړی وايي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو تکل نه لري او غواړي د دوه اړخیز امنیتي تړون په چوکاټ کې هلته خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. کرزي دا څرګندونې نوي ډیلي کې د «راېزېنه ډیالوګ» په نوم کلني کنفرانس کې کړي، چې د افغانستان د سولې د پروسیې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخکني قوماندان جنرال ډیویډ پیترایوس هم پکې ګډون کړی دی.