د کونړ د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل دره په بشپړه توګه داعش ډلې نيولې ده. د کونړ د ولايتي شورا غړي عبدالطيف فضلي رسنيو ته ويلي، چې داعش له نورو سيمو راغونډ شوي وو او په ماڼوګي ولسوالۍ كې يې له وسله والو طالبانو سره جګړه كړې، چې پر مهال يې ۱۳ داعش او درې طالب وسله وال وژل شوي دي. د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم بيا د دواړو لورو ترمنځ نښته تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري. د هغه په وينا، ډېر ژر به په سيمه كې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو په هدف عمليات پيل شي. د کونړ امنيتي چارواکي وايي، داعش ډلې په ننګرهار کې له ماتې خوړلو وروسته کونړ ته مخه کړې، چې اوس د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې شاوخوا ۹۰۰ داعشيان وسله وال فعاليت کوي او ډېرکله له حکومت او طالبانو سره جنګېږي.