د اروزګان ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولايت کې بهرني ځواکونه د شپنیو عملیاتو پرمهال ملکی وکړي او هغه کسان په نښه کوي چې په دولتي سیمو کې میشت دي. ځایي اوسیدونکي دغه څرګندوني په داسې حال کې کوي چې تېره شپه هم د ترینکوټ ښار په دوه کیلومترۍ کې د بهرینو ځواکونو لخوا یو ملکي کس پر ډزو وژل شوى دى. بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ترینکوټ ښار په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي وو. د اروزګان اوسېدونکي وايي، دا لومړی ځل نه دې چې بهرنیان د شپنیو چاپو پر مهال ملیکي وګړي وژني. دوی وايي، تردې وړاندې هم بهرنيو ځواکونو د ښار په دوه کيلومترۍ چې امن سيمې هم دي، ملکي وګړي وژلي وو. ځایې چارواکو او بهرنیو ځواکونو تردې مهاله په سيمه کې د ځایې اوسیدونکو د غبرګون په تړاو څه نه دي.