د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د جیدو دیني علماو غونډه تر سره شي. د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې افغان پلاي د دغه غونډې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي چې ډېر ژر به په اسلام اباد کې جوړه شي. د سولې عالي شورا ویاند وايي چې دغه غونډه به مخکې ترسره شوې وه خو د پاکستان د نه همکارۍ له امله ځنډېدلې وه. د سولې عالي شورا وايي، افغان پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه هېواد څخه له افغان سولې سره د همکارۍ په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده . پر همدې مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي. دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې پر بهیر او دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي.