د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل چینايي سیال ګوا شینګکن سره کتلي دي. دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییزې همکارۍ، د سولې بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو پر تعقیب او تطبیق ټینګار کړی دی. حمدالله محب د سولې، امنیت او د افغانستان په ثبات کې د چین رول مهم بللی دی. محب همدا راز له چین غوښتي چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات تامین ته وهڅوي. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او له نورو هېوادونو هم تمه لري چې دې برخه کې مرسته وکړي. بلخوا ګوا شینګکن ویلي، چین افغانستان د همکاریو د دوام فرصت په توګه غوره کړی او دغه هېواد کې به د تل پاتې سولې او ثبات تامین په هدف خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د چین د ملي امنیت سلاکار ويلي، دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني دي او له دغې پدیدې سره مبارزه کې یو شان اهداف موجود دي، چې ټول هېوادونه باید له تروریزم سره مبارزه کې خپل مشترک رول ادا کړي.