پاکستان له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې دې خپله ستونزه حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي له ډان ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضرشي او دا د دوی مجبوريت او يوازينۍ لار ده ، ځکه په وینایې یوازې افغانان کولای شي چې خپله ستونزه په خپله حل کړی.
په ورته مهال د هند د پوځ لوی درستیز د افغان سولې په بهیر کې د خپل هیواد پر رول ټینګار کړی او وایي اړتیاده چې هند هم په دې پروسه کې شامل کړل شي.