د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو موده د امریکا له لوري پرحکومت د سیاسي فشار له امله ځنډول شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني او اجراییه رییس پر خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار درلود، خو په وینایې د امریکا له فشار وروسته د پریکړې بدلون ته اړ شوي دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ هڅه کوي د سولې راتلونکي مذاکرات هم پر خپله ګټه راوڅرخوي او ښایي د ټاکنو د ځنډېو یو علت هم د سولې مذاکرات وي. په کابل کې د امریکا سفارت دې څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو پریکړه د شته ستونزو د حل په موخه د کمېسیون له لوري شوې او امریکا د افغانانو پرېکړې ته درناوی لري. خو اجراییه رییس وړمه ورځ یوې ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېو پرېکړه د سیاسي ملاحظاتو پراساس نه، بلکې په پارلماني ټاکنو کې د شته ستونزو د تکرار د مخنیوي په هدف شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېو پریکړه د سیاسي ګوندونو په وړاندیز شوې او دوی پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دي.