د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خپلې هڅې شریکې کړې. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد په نوي ډیلي کې د میرمن سوشما سوراج په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې، چې ددې لیدنې پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې مشر هم شتون درلود. په خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغان سولې لپاره د خپلو هلو ځلو او هڅو په اړه هندي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په لیدنه کې په ډاګه کړې، چې دوی یواځې دافغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.