یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایران د هرات – مزار شریف د اوسپنې پټلې د تمویل طرحه څېړلې ده

    کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولې ډېری هېوادونه د برېکس غړيتوب ته لېواله دي؟

اگست 22, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

ټاکل شوې چې د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۵ مه غونډه د اګست له ۲۲ مې تر ۲۴ مې پورې په جنوبي افريقا کې جوړه شي. هغه موضوع چې آيا برېکس نوي غړي جذب کړي؟ د نړیوالې ټولنې توجه راجلب کړې ده.

د جنوبي افريقا مقامات وايي، څه باندې څلوېښتو هېوادونو د برېکس غړيتوب ته لېوالتیا څرګنده کړې او شلو هېوادونو رسماً غوښتنليکونه وړاندې کړي دي. د برېکس د چارو لپاره د جنوبي افريقا ځانګړي استازي سوکلار د چین میډیا ګروپ ته وويل، ډېری هېوادونه غواړي د برېکس د لويې کورنۍ غړي وګرځي او ترې ښکاري چې نړیواله ټولنه د نړيوالو ستونزو په هواري کې د برېکس هېوادونو په لارښوونکي ځواک اوتدبیر باور لري.

دا باور څنګه پیدا شوی؟ د برېکس هېوادونو قوي پرمختګ یې يو مهم لامل دی. د پيسو نړيوال صندوق د شمېرې له مخې، په ۲۰۰۱م کال کې د برېکس هېوادونو اقتصاد په نړیوال اقتصاد کې ٪ ۸.۴  ځای ونيو، خو په ۲۰۲۲م کال کې يې انډول ٪ ۲۵.۸ ته لوړ شوی دی. په همدې موده کې په نړیوال اقتصاد کې د اوو هېوادونو ډلې يا جي ۷ انډول له ٪ ۶۴.۶ څخه ٪ ۴۲.۹ ته راټيټ شوی دی. د برېټانيې اکورڼ ماکرو مشورتي کمپنۍ چې د اقتصاد په څېړنه کې مخکښه کمپنۍ بلل کېږي، د روان کال په مارچ کې شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د برېکس هېوادونو اقتصاد د نړیوال اقتصاد په عمومي حجم کې تر جي ۷ زياته برخه نيولې ده.

د برېکس ميکانيزم اړوند «د نوي  انکشافي بانک» د روانې مياشتې پر ۱۵ مې د جنوبي افريقا د ونډو بازار کې ۱،۵ میليارډه   پور اسهام(ځانګړی پور) صادر کړی. دا لومړی ځل دی چې د نوي انکشافي بانک په جنوبي افريقا کې د دغه هېواد په پيسو پور اسهامصادروي او له دې وروسته به غور وکړي چې په هند کې په روپيو  پور پاڼې صادر کړي.  ياد بانک تراوسه پورې سلو پروژو ته پور ورکړی چې عمومي ارزښت يې ۳۵ میلياردو ډالرو ته رسېدلی دی.

چين په ۲۰۲۲م کال کې د برېکس د ریيسه هېواد په توګه دنده ترسره کړه. له ۲۰۲۲م کال راهیسې د برېکس هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ډېر پرمختګونه کړي او پدې سره يې د روانې سرمشريزې لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړی دی. د برېکس ۱۴ مه سرمشريزه د تېر کال په جون کې په بېجینګ کې ترسره شوه . په دغه سرمشريزه کې «د برېکس هېوادونو د سوداګرۍ، پانګونې او دواملرونکي پرمختګ وړانديز» او «د اکمالاتي ځنځير په برخه کې د برېکس هېوادونو د ګډې همکارۍ د پياوړتيا وړانديز» سندونه تایيد شوي او

«د بېجينګ اعلاميه » خپره شوې چې د برېکس هېوادونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لپاره يې لار روښانه کړې ده. چين په ۲۰۲۲م کال کې د دغه سازمان لپاره ۱۷۰ فعاليتونو ته زمینه مساعده کړې او نږدې ۴۰ لوی اهداف يې ترلاسه کړي دي. د پيسو نړیوال صندوق د شمېرې له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د برېکس هېوادونو د مالونو عمومي سوداګريز ارزښت ۹۲۰۰ میليارډه ډالر ښودل شوی چې د تېر کال په پرتله ٪ ۷.۸زياتوالی ښيي.

د جنوبي افريقا چارواکو ويلي، د روانې سرمشريزې ګډونوال به په دې اړه بحثونه او غور وکړي چې د برېکس د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې معاملې په خپلو ملي کرنسیو حساب کړي او په پایله کې د پيسو د تاديې یو ګډ سيستم جوړ کړي. که په دې اړه يې پرېکړې عملي شي، نو دا به د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته چټک پرمختګ ورکړي.

په امريکا کې د فرانسې پخواني لوی سفير ژلار الو په دې وروستيو کې د يوې لیکنې په خپرولو سره وویل، چې د برېکس هېوادونو اقتصادي ځواک به پر نړيوال اقتصاد ډېرې اغېزې وکړي. برازيلي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د برېکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لاسته راړونو د ډېرو پرمختيايي هېوادونو باور ټينګ کړی او په دې سره دغه سازمان د کړۍ په کچه د منلو او باور وړ ګرځېدلی دی.

نن برېکس د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخ بېولو او د نړیوال اداري سيستم د اصلاح لپاره مهم ځواک ګرځېدلی . د برېکس هېوادونه یو د بل ملي حاکميت، امنيت او ملي ګټو ته درناوی کوي، له بادارۍ، د سړې جګړې له مفکورې او پارټ بازۍ سره مخالفت کوي. د برېکس هېوادونه همدارنګه  څواړخيزم ساتي او د نړيوال اداري سيستم د اصلاح او د عادلانه نړيوال نظام د جوړولو لپاره هڅه کوي.

که څه هم لوېديځو رسنيو د برېکس په اړه ډېر منفي راپورونه خپاره کړي، خو بيا هم ډېر هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب ته لېواله شوي چې له دې څخه د دغه سازمان حياتي ځواک او اغېزې ښکاري.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امریکا ولسمشر وايي چې له حوثي ډلې سره یې خبرې کړې دي

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In