د تازه مېوو او سبزيو يو شمېر سوداګر وايي،چې د تورخم دروازه لا هم د باروړونکو موټرو په مخ تړلې، چې له امله يې دوی ته درانه زيانونه اوښتي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم رسنیو ته تاييد کړې چې لا هم د تورخم دروازه د باروړونکو موټر په مخه تړل شوې ده.ددې خونې یو غړی خان جان الکوزی وايي، چې د دوی يو پلاوي تورخم ته سفر کړی و چې د افغانستان لوري ته رامنځته شوي ټولې تخنيکي ستونزې يې پر خپل وخت حل کړي، خو د ده په خبره پاکستان له افغان سوداګرو پر دروازه د موټر تېرېدو پر مهال د سفټا په نوم يو تصديق غواړي چې مخکې يې د ياد تصديق غوښتنه نه کوله.